د کابل ښار زرګونه ښاریان په ښار کې له ککړې هوا ځورېږي او د همدغې ککړې هوا زیانونه هره ورځ د ناروغۍ په بڼه ګالي.
ککړه هوا مو په تدریجي بڼه وژني او پیلیې د کابل ککړې هوا کړی چې ښاریانو ته مالي او روغتیايي زیان رسوي.
- د هوا د ککړتیا لامل او زیانونه څه دي؟
- ولې د کابل هوا ورځ تر بلې ککړېږي؟
- د چاپېریال د پاک ساتنې لپاره مسؤلو اداراتو څه کړي؟
دا هغه پوښتنې دي چې د کورکلي په دغې خپرونه کې به ځواب شي.
د خپرونې د بحث مېلمانه د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال عبدالولي مدقق، د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس احمد بهزاد غیاثي، د صحت طفل د روغتون رئیس ډاکتر انورالحق یوسفزی او د کابل ښار اوسېدونکی ابراهیم ایمان دی.
بشپړ بحث د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلای شئ:
Your browser doesn’t support HTML5