د نورستان چارواکي وايي چې په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې د پولیسو د یوه کنډک قوماندان عبدالمتین بشاش وژل شوی دی.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل چې پرون ناوخته په وانټ وایګل کې د سړک په غاړه د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په پېښه کې په دې ولسوالۍ کې د ملي پولیسو د کنډک قوماندان وژل شوی او نور چا ته پهکې زیان نهدی اوښتی.
د دې حملې مسؤلیت تر اوسه کوم چا نهدی منلی.