د فراه امنیتي مسؤلین وایي، تېره ورځ د فراه په بېلابېلو سیمو کې پر څلورو امنیتي پوستو هممهاله بریدونه شوي دي.
د فراه د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ګل بهار مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې افغان ځواکونو په ریګي او پشت رود ولسوالیو کې له دوو پوستو څخه تاکتیکي شا تګ کړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې پهدې نښتو کې تر ۱۰ ډېر وسلهوال مخالفین وژل شوي دي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي:
"دښمن هممهاله په نمبر ۱ شاهراه کې د دوهم ټولي پر پوستو بریدونه وکړل، پهدې ترڅ کې د هغو تر ۱۲ ډېر کسان ووژل شول او ۱۵ نور یې ټپیان شول."
په همدې حال کې د ازادي راډیو خبریال د سیمهییزو چارواکو په حواله وایي چې پهدغو نښتو کې ۷ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي، خو مجاهد پهدې اړه جزئیات نهدي ورکړي.
د جمعې په ورځ هم وسلهوالو طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ او د فراه د مرکز ترمنځ لاره کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی و چې د امنیتي چارواکو په خبره درې تنه پهکې ووژل شول.