پاکستاني پوځ وايي، د کشمیر په لانجمنه سیمه کې پر پوله د ډزو په ترڅ کې څلور پاکستاني او درې هندي سرتېري وژل شوي دي.
هندوستان د دوشنبې په ورځ دا رد کړه چې ګوندې د دوی لوري ته تلفات اوښتي وي، خو ویلي یې دي، سرتېرو یې په یوه جلا پېښه کې د یوري په نوم سیمه کې هغه پنځه وسلهوال په ډزو وژلي چې له کنټرول لاین څخهیې د اوښتلو هڅه کوله.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د نومبر د میاشتې د هغه توافق سربېره چې د ۲۰۰۳ میلادي کال د اوربند پر عملي کېدو ټینګار کوي، بیا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ پر یو بل د ډزو راپورونه ورکول کېږي.
هندوستان وخت پر وخت پر پاکستان تور پورې کوي چې په کشمیر کې پر هندي سرتېرو د بریدونو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د کنټرول له کرښې اخوا وسلهوال استوي.