ملي امنیت په هرات کې یو چارواکی د جاسوسۍ په تور نیولی

د هرات د ملي امنیت ریاست وايي، د ولایت د مقام د سکټوري ریاست یو لوړپوړی چارواکی یې نیولی دی.

راپورونه وايي چې دا کس ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې د دې کارکوونکي دوسیه کابل ته استول شوې ده.

سکټوري ریاست په هرات کې د هغو څلورو ریاستونو څخه دی چې د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لاندې کار کوي.