غزني کې ناپېژانده وسلهوالو له ۲ ملکيانو مرۍ پرې کړې دي.
د دغه ولایت د ملکي روغتون مسؤلین وايي، نن دوشنبه سهار پولیسو ورته ۲ جسدونه راوړي چې د چړې په واسطهيې مرۍ پرې شوي او وژل شوي دي.
د ملکي روغتون مسؤل باز محمد نن دوشنبه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي کسان دواړه ځوانان دي او د غزني ښار له څنډو ورته پولیسو وروړي دي.
نوموړی وايي، دغه وژل شوي کسان ملکیان دي او په کومې ډلې پورې تړاو نهلري.
د دغه ولایت امنیتي مسؤلین بیا په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.
د یادونې وړ ده چې د دغې پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې په غاړه نهده اخیستې.