"م. م" په افغانستان کې د وګړو د ژوند د ژغورنې لپاره مرسته غوښتې

ملګرو ملتونو، په افغانستان کې د څه کم درې میليونه وګړو د ژوند ژغورنې د هڅو لپاره د ۴۳۰ میليونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یا یوناما د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، بشري ټولنه دا پیسې د جګړو او طبیعي پېښو له امله بې‌ځایه شویو ۲،۸ ميلیونه اغېزمنو وګړو ته د بېړنۍ سرپناه، خوراکي موادو، د جګړو له امله د ټپیانو او د ماشومانو د درملنې او له پاکستان څخه راستنېدونکو زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره لګوي.

د یوناما په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د بشري چارو د تنظیموونکي ټوبي لینزر په حواله ویل شوي:

"د افغانستان په ډېرو برخو کې تاوتریخوالی دوام لري او له کبله‌یې متأثره وګړي له هر وخت څخه زیات ملاتړ ته اړ دي."

یوناما وايي، په افغانستان کې د تېر کال شخړې په دې لسیزه کې تر ټولو لوړې وې او د ملکي وګړو مرګ ژوبله د ریکارډ له کچې سره نږدې پاتې وه، له دوو میليونو څخه زیات وګړي په تېر کال کې د شخړو له امله په مخامخ توګه اغېزمن شوي چې له دوی څخه ۴ لکه او ۴۷ زره وګړي د ژوند ژغورلو په موخه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ایستل شوي دي.

د یوناما په وینا، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې نیم میليون افغانان په ایران، افغانستان او نورو هېوادونو کې له کډوالۍ څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.