د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې بغداد په مرکزي برخه کې دوو ځان وژونکو بريدونو لږ تر لږه ۳۸ کسان وژلي او ۱۰۵ نور ټپيان کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند سعد معن وويل، ځان وژونکو نن سې شنبه سهار د بغداد په مرکز کې ساحه الطيران په نوم چوک په نښه کړى دى.
ساحه الطیران چوک چې دا چاودنه پهکې شوې، یو بوخت ځای دی، چېرې چې سهار وختي مزدورکاران د کار موندنې لپاره راټولېږي.
عيني شاهدانو د جرمني خبري اژانس ته ويلي، چاودنې د بيارغونې د کارګرانو يوې ډلې ته نږدې شوې دي.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی، خو تر دې مخکې ډېر کله دا ډول بریدونه د اسلامي دولت په نوم وسلهوالې ډلې یا داعش ترسره کړي دي.