سوداګرۍ وزارت: د صنعتي پارک پالېسي د اقتصاد عالي شورا ته استول شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د لومړي ځل لپاره د صنعتي پارک پالېسي د خصوصي سکټور او فرعي مؤسسو په ګډون، د اقتصاد عالي شورا ته د تأیید لپاره استول شوې ده.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، د دغې پالېسۍ په پلي کېدو سره به د ځمکو وېش، برښنا او د چاپېریال ساتنې ستونزې حل شي.

د ښاغلي قوقندي په وینا، په تېر کې د روښانه پالېسۍ د نشتوالي له امله پانګه‌والو او صنعتکارانو د صنعتي پارکونو د جوړولو په برخو کې ډېرې ستونزې درلودې، خو د دې پالېسۍ په پلي کېدلو سره به د دوی ستونزې حل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، د صنعتي پارکونو په پالېسۍ کې د ټولو ادارو، وزارتونو او خصوصي سکټور مسؤلیت په ګوته شوی او دغه پالېسي د دوی له‌خوا پلې کېږي.