په بغلان ولايت کې چارواکي وايي چې د "البرز ٢٢" په نوم پوځي عملياتو کې ځيني پرمختګونه شوي دي.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند ذبيحالله شجاع وايي، دغه عمليات دا مهال په ډنډ شهابالدين کې چې د کندز او بغلان ترمنځ د لارې په اوږدو کې پرته سيمه ده روان دي.
په دغو پوځي عملياتو کې د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه څه نهدي ويل شوي.
هغه وويل چې وروسته به دغه پوځي عمليات نورو سيمو ته وغځول شي.
دغه پوځي عمليات پرون پيل شول، د چارواکو په خبره تر هغو به دوام کوي، څو هغه سيمې چې د وسلهوالو تحرکات پهکې شته، تصفيه شوي نهوي.