د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې بغداد په مرکزي برخه کې دوو ځان وژونکو بريدونو لږ تر لږه ١٦ کسان وژلي او ٦٥ تنه نور ټپيان کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند سعد معن وويل، ځان وژونکو نن سهار د بغداد په مرکز کې ساحة الطيران يا د هوايي چلند ميدان په نښه کړى دى.
د بغداد د روغتيا رياست بيا د تلفاتو شمېر تر دې زيات ښوولى او وايي، په پېښه کې لږ تر لږه ٢٧ کسان وژل شوي او ٨٠ تنه نور ټپيان دي.
عيني شاهدانو د جرمني خبري اژانس ته ويلي، چاودنې د بيارغونې د کارګرانو يوې ډلې ته نږدې شوې دي.
په دې اړه نور جزئيات نهدي ورکړل شوي.