د تېلو یو ایرانى ټانکر چې له یوې چینايي بار وړونکې بېړۍ سرهیې یوه اوونۍ مخکې ټکر کړی و او اور يې اخیستى و، پرون ډوب شو.
د چین دولتي ټلوېزیون راپور ورکړ چې د تېلو د ټانکر لېږدوونکې بېړۍ پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۴» له غرمې وروسته د چین په ختیځ کې وروسته له هغه ډوبه شوه چې د کارګو یوې برخه کې یې اور ولګېد.
د ایران تېل وړونکې بېړۍ ٩ ورځې مخکې د چين ختيځو سواحلو ته نږدې له بار وړونکې چینايي بېړۍ سره ټکر وکړ او د پېښې علت لا هم نهدی معلوم.
د ايران د تېلو ټانکر لېږدوونکې کښتۍ کې ٣٠ تنه ايرانيان او ٢ بنګلهدېشيان سپاره وو.
مخکې تر دې چې پرون ډوبه شي، يو ايراني چارواکی وايي، د ورکې عملې د ژغورنې لپاره هيلې مړاوې شوې دي.
د ایران د دولتي رسنيو په حواله، حکومت نن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» د خپلو ۳۰ سمندري پوځيانو د مړینې په سبب په دغه هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.