تونس کې مظاهره‌چیانو د بې‌وزلۍ او وزګارتیا پر ضد مظاهره وکړه

د تونس خلکو پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۴» د پخواني ولسمشر زین‌العابدین بن‌علي د حکومت د پرځېدو اووم کال په نورو مظاهرو ولمانځه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د دوامدارې بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له کبله په دغه هېواد کې ناکرارۍ روانې وې.

سلګونه کسانو پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۴» د تونس په پلازمېنه کې د سیاسي ګوندونو او د کارګرانو د ټولنو غوښتنه ومنله او د مظاهرو لپاره سړکونو ته ووتل.

مظاهره‌چیانو د بې‌وزلۍ او وزګارتیا پر ضد شعارونه ورکول او تور يې پورې کاوه چې غلو يې هېواد لوټ کړى دى.

ګومان کېده تونس به د پخواني ولسمشر له ۲۳ کلنې واکمنۍ وروسته نسبتاً ډموکراتیک پروسه ولري، خو اوس چې له دې خبرې ۷ کاله تېرېږي، خلک د سپما د نافذو شويو اقداماتو او له يوه کال راهيسې د بيو د لوړېدو له کبله پر حکومت غوسه دي.