د افغانستان اجرائيه رئيس وايي، اړتيا ده چې په ځينو ولايتونو کې پوځي عمليات شديد شي.
عبدالله عبدالله دا خبره نن یکشنبه مازيګر په سپېدار ماڼۍ کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن سره په کتنه کې وکړه.
د اجرائيه رياست په اعلاميه کې راغلي چې جنرال نېکلسن د دې کتنې پر مهال د افغانستان په زيان منونکو سيمو کې د داعش او نورو ترورېستي ډلو په وړاندې د پوځي عملياتو خبره وکړه او ويې ويل چې تېرو عملياتو ښه نتيجه ورکړې او اغېزناک تمام شوي دي.