له سریلانکا سره د افغان کرکټ د ۱۹ کلنو له سیالۍ څه تمه لرئ؟

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله د نړیوال جام په لوبو کې د پاکستان له ماتولو وروسته اوس له سریلانکا سره لوبې ته چمتووالی نیسي.

افغان لوبغاړو د شنبې په ورځ په نیوزیلنډ کې د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې پاکستاني سیالانو ته په پنځو ویکټو ماته ورکړه.

افغانستان په خپل ګروپ کې خپله دوهمه لوبه د سې شنبې په ورځ له سریلانکا سره او درېیمه او وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ له ایرلنډ سره کوي.

سریلانکا د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ غښتلی ټیم لري، نو لوبه به یې څنګه وي.

په دې اړه احمدتکل د هېواد د کرکټ بورډ له سلاکار عزیزالله فضلي سره مرکه کړې.

ښاغلی فضلي د مرکې په پیل کې په دې اړه خبرې کوي چې د افغانستان د کرکټ بورډ له دې لوبې څخه څه تمه لري؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي فضلي سره مرکه