د ملي اردو ٢٠٥ اتل قول اردو خبر ورکوي چې په زابل او ارزګان ولايتونو کې د پوځي عملياتو پر مهال د دولت ٥ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
دغې قول اردو نن یکشنبه په خپله اعلاميه کې وويل، له پرون راهيسې په دغو عملياتو کې ٦ نور وسله وال ټپيان شوي او ١٣ کړۍ ماينونه هم کشف او شنډ کړاى شوي دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.