د عراق صدراعظم حیدر العبادي وايي، په راتلونکو پارلماني انتخاباتو کې به چې د مې په ۱۲ مه کېږي، کاندید شي.
عبادي نن یکشنبه وویل، د عراق د ټولو ولایتونو له کاندیدانو به یو نوی ائتلاف به جوړ کړي.
عبادي د دعوه «دعوة» ګوند غړی دی چې ایران ته نېږدې یوه شیعه ډله ده.
خو کتونکي وايي چې نوموړی بریالی شوی چې تر مخکني صدراعظم نوري المالکي د عراق له سني اقلیت سره اړیکې ټینګې کړي.
ده له سعودي عربستان سره هم اړیکې ښې کړې دي.