د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د یو کانکریټ شوي سړک د پرانیستلو خبر ورکوي.
د نوموړي ادارې رئیس انجنیر دوست محمد ریحان وايي چې دغه سړک ۳.۷ کېلومټره اوږوالی او ۴ مټره سور لري او د امام صاحب ولسوالۍ په قره ترکمن کلي کې په اساسي توګه کانګریټ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د هغه په وینا، د دې پروژې چارې د درې میاشتو په موده کې بشپړې شوي، پرې څه باندې ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري ورکړل شوي دي:
"د دغه سړک د پروژې کار درې میاشتې وړاندې پیل شوی وو چې موفقانه ډول پای ته ورسېده او موږ رسماً دغه سړک ګټې اخیستنې ته وسپاره او د قره ترکمن د کلي داوسېدونکو ستونزې ورسره هوارې شوي."
د کندز د کلیو بیارغونې او پراختیار ریاست چارواکي وايي چې دوی په راتلونکي کال کې د میثاق شهروندي د برنامې له مخې د دې ولایت په کچه د سلګونه پراختیايي پروژو کار پیلوي چې په بشپړېدو سره به یې زرګونو کورنیو ته لازمه اسانتیاوي رامنځته شي.