د ملتپالو یوې وړې ډلې د لندن د مسلمان ښاروال وینا ګډه وډه کړه

د لندن ښاروال صدیق خان

د ملتپالو یوې وړې ډلې د لندن د لومړني مسلمان ښاروال وینا ګډه وډه کړه او ویې ویل چې هغه دې د خپلسرۍ او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمب ته د سپکاوي په خاطر ونیول شي.

اعتراض کوونکو چې ځانونه یې سپین سرخېلان بلل او شمېر یې تر شلو تنو زیات وو، پرون شنبه د لندن ښاروال صدیق خان مجبوره کړ چې خپله وینا ۱۵ دقیقې وځنډوي.

دوی وروسته د پولیسو له لوري وشړل شول.

دې ډلې د ټرمپ او بریګزیټ یا له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو په ګټه شعارونه ورکول.