د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا وايي، په دغه هېواد کې پر ټیلګرام شبکې بندیز لېري شوی دی.
ټیلګرام چې په ایران کې یې ډېر خلک کاروي، د وروستیو اعتراضونو په لړ کې بند یا بلاک شو.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د شېراز، اصفهان، بندرعباس، رشت، او ارومیې په ګډون یې د ایران د ګڼو ښارونو له اوسېدونکو سره خبرې کړي او هغوی تائید کړه چې اوس ټیلګرام کارولی شي.
د ایران وروستي اعتراضونه چې په لړ کې یې لږترلږه ۲۲ تنه ووژل شول او ۱۰۰۰ نور ونیول شول، له ۲۰۰۹ مېلادي کال راوروسته تر ټولو پراخې حکومت ضد مظاهرې وې.