د پوځ قومانداني: هاوايي ايالت ته د توغنديو هېڅ خطر نه دى متوجه

په ارام سمندر کې د امريکا د پوځ قوماندانۍ اعلان کړى چې هاوايي ايالت ته د باليستيک توغندي کوم خطر نه دى متوجه.

تر دې مخکې په تېروتنه د هاوايي اوسېدونکو ته يو ټليفوني پيغام ورغى او خبردارى ورکړل شو چې د ځانونو د خونديتوب غم دې وخوري.

د امريکا د پوځ يوه وياند پرون شنبه اعلان وکړ: «هاوايي ته يې د باليستيک توغندي هېڅ کوم تهديد نه دى کشف کړى» او هغه د خبرداري پيغام کې په تېروتنه لېږل شوى دى.

بلخوا له هاوايي ايالت کې ډيموکراټ سناتور برايان شاتز ويلي چې دغه غلط خبرداري په ټول ايالت کې خلک ډارولي وو.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د شمالي کوريا د باليستيک او اټمي وسلو د جوړولو له کبله کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.