د روسيې د فوټبال کلب سپارتاک مسکو وروسته له هغې په نژادپالنې تورن شو چې د ټويټر په يوه پيغام کې يې ظاهراً خپل لوبغاړي «چاکلېټونه» وبلل.
په هغه ويډيو کې چې د دغه کلب پر ټويټر خپره شوې، درې برازيلي تور-پوستي لوبغاړي ښکاري چې د متحده عرب اماراتو په يوه روزنيز کمپ کې په تمرين بوخت دي او لاندې ورته ليکل شوي: «وګورئ چاکلېټونه د لمر له کبله ويلې شوي دي.»
که څه هم روسيې ژمنه کړې وه چې په دغه هېواد کې به د نژادپالنې مخه نيسي، خو دغه هېواد د سږني کال د نړيوال جام په درشل کې له زياتېدونکي بررسۍ سره مخامخ دى.
د تبعيض ضد يوه ډله چې په FARE شبکې مشهوره ده او د اروپا د فوټبال په اداره کې د نژادپالنې مسايل څېړي، پر سپارتاک کلب انتقاد کړى دى.
د دې شبکې اجرائيه مدير په يوه اعلاميه کې ويلي، دا د بې تفاوتۍ سطحه ښيي او د روسيې د يوه لوى کلب له خوا دا ډول څرګندونې سمې نه دي.
په پام کې ده د فوټبال نړيوال جام سيالۍ د جون له ١۴ مې د جولاى تر ١۵ مې د پلازمېنې مسکو، سنټ پيټرزبورګ او سوچي ښارونو په ګډون په يوولسو ښارونو کې وشي.