نن شپه ریال مادرید او ویاریال د فوټبال لوبډلې سره لوبېږي

د هسپانیې د لالیګا سیالیو په لړ کې نن شپه ریال مادرید او ویاریال د فوټبال لوبډلې سره لوبېږي.

دغه لوبه د کابل پر وخت د شپې ۷:۴۵ دقیقې د ریال مادرید په کوربه توب پیلېږي.

د لالیګا په نورو لوبو کې نن شپه ۱۰:۰۰بجې اتلتیکو مادرید له ایبار سره لوبه کوي.

دغه راز نن شپه دیپورتیوو او ولسنیا سره د لوبې ډګر ته ځي.

دغه لوبه د کابل پروخت د شپې ۱۲:۱۵ دقیقې ترسره کېږي.