د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د افغانستان او کاناډا د ګډې پانګونې او سوداګرۍ د نندارتون جوړېدو ته تیاری نیسي.
د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، په دغه نندارتون کې د ګدون په هدف لسګونو د افغان تولیدي شرکتونو مسؤلینو خپل نومونه ثبت کړي او د نوم لیکنې دغه بهیر به د روانې میلادي میاشتې تر ۱۵ مې روان وي.
ښاغلی پسرلی په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره سوداګریز پاسپورټ، د شرکت جواز او بانکي تضمین اړین اسناد یادوي چې باید یادې خونې ته وسپارل شي.
نوموړي د دغه نندارتون هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرېزو اړیکو پراختیا او هم ګډې پانګونې ته د امکاناتو برابرول یاد کړل.
ټاکل شوې چې د افغانستان او کاناډا د ګډې پانګونې او سوداګرۍ دغه نندارتون د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې په کانادا کې جوړ شي.