په پکتیا ولایت کې «د سروۍ خولې»د برېښنا بند د جوړولو لپاره شل میلیونه ډالره بودجه منظوره شوې ده.
دا خبره پرون د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په احمد خېلو ولسوالۍ کې د دې بند لپاره له ځانګړي شوي سیمې څخه د کتنې پر مهال وکړه.
نوموړي وویل د دې بند له برېښنا او اوبو څخه به د پکتیا ولایت ختیځې ولسوالۍ ګټه پورته کړي.
د پکتیا والي د «سروۍ خولې» د برېښنا د بند د جوړولو د پیل دقیقه نېټه یاده نه کړه خو ویې ویل چې دا پروژه به په نېږدې راتلونکې پیل شي.