د ۱۹ کلنو کرکټ افغان لوبډله له پاکستان سره مخامخ کېږي

د افغانستان د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام لومړۍ لوبه کې د شنبې ورځې سهار وختي له پاکستان سره مخامخ کېږي.

د افغانستان نولس کلنو ټیم دوه واره په اسیا جام کې پاکستان مات کړی دی.

صفي الله ستانکزي د کرکټ بورډ له ویاند فریدهوتک سره چې له ټیم سره په نیوزلینډ کې دی ټیلیفوني مرکه کړې او لومړی یې د ټیم د چمتووالي په اړه پوښتنه ترې کړې ده.

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي هوتک سره مرکه