امريکا به په لومړي ځل ځانګړي ځواکونه افغانستان ته ولېږي

په پام کې ده، د امريکا متحد ايالتونه د اول وار لپاره د مشورې ورکولو او مرستې ځانګړي ځواکونه افغانستان ته ولېږي.

د امريکا متحدو ايالتونو پوځ د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، دغه ځواکونه به د روان ميلادي کال په پسرلي کې افغانستان ته ولېږل شي.

ويل شوي چې په اول پړاو کې به څه باندې ١٠٠ سرتېري افغانستان ته ولېږل شي، خو د هغوى د ګمارنې د ځاى په اړه څه نه دي ويل شي.

په اعلاميه کې راغلي چې دغه قواوې به د يوې لېوا په چوکاټ کې افغانستان ته لېږل کېږي چې هدف به يې افغان قواوو ته روزنه او ورسره همکاري کوي.

د امريکا د پوځ يوه مطبوعاتي مسؤل کريسټورفر اوپارد امريکا غږ ته ويلي چې د مشورې ورکولو او مرستې د ځانګړي ځواک لېږل له افغانستان سره د قاطع ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې د همکارۍ برخه ده.