د امريکا د عدليې وزارت وايي، يوه نوې ډله يې ګمارلې چې د حزبالله لهخوا د مخدره موادو د قاچاق ادعا وڅېړي.
د لبنان دغه شيعه ډله چې ايران يې ملاتړ کوي، د امريکا لهخوا د تروريستي سازمان په توګه اعلان شوې ده.
د امريکا لوى څارنوال جېف سيشنس پرون دا اعلان په داسې حال کې وکړ چې په کانګرس کې جمهوريت غوښتونکو پر پخواني ولسمشر بارک اوباما انتقاد وکړ چې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې ادارې هغه عمليات يې ټکني کړي وو چې د مخدره موادو د قاچاق په برخه کې يې د حزبالله فعاليتونه په نښه کول.
د دې ادارې عمليات د دې اندېښنو له کبله ودرول شول چې ښايي، د امريکا هغه هڅې چې له ايران سره د ٢٠١٥میلادي کال د اټمي موافقې پر سر د مذاکرو لپاره پيل شوې وې، اغېزمنې کړي.
تېره مياشت پوليټيکو خپرونې په يوه مقاله کې ويلي وو اوباما د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې اداره چې د حزبالله لپاره د کاسندرا تحقيقاتي پروژې په نوم يادېدله، د ادعاوو له مخې د دې لپاره منحل کړه چې د سېشنس په خبره يوه نوې تحقيقاتي ډله تشکيل شي.