لغمان چارواکي: الينګار کې پر مخالفینو بمبارۍ کې ۴ وسله‎وال وژل شوي

د لغمان ولايتي اداره وايي، د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولت د وسله‎والو مخالفینو پر پټن‎ځايونو په بمبارۍ کې څلور دولت ضد وسله‎وال وژل شوي دي.

د لغمان ولايت د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه بمباري پرون پنجشنبه ماسپښين شوې ده.

په اعلاميه کې ويل شوي د مخالفینو دغې ډلې په سيمه کې وخت ناوخت پر افغان امنيتي قواوو حملې کولې.