دفاع وزارت: عملياتو تر ٧٠ زيات مخالف وسله‎وال وژلي دي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت تر ٧٠ زيات مخالف وسله‎وال وژل شوي دي.

دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي، د دغو پوځي عملياتو په نتيجه کې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي ٧٦ وسله‎وال وژل شوي او ١٤ تنه مشکوک کسان نيول شوي دي.

اعلاميه وايي، په وژل شويو وسله‎والو کې د وسله‎والو طالبانو ٣ سيمه‎ييز قوماندانان هم شامل دي.

دفاع وزارت وايي، دغه پوځي عمليات په ننګرهار، لغمان، نورستان، غزني، ارزګان، هرات، نيمروز، فارياب او جوزجان ولايتونو کې شوي دي.

د ملي اردو د تلفاتو په اړه معلومات نه‎دي ورکړل شوي، د دولت کومې مخالفې ډلې هم په دې اړه تبصره نه‎ده کړې.