د امریکا په کلیفورنیا کې د خټو پراخو سیلابونو ۱۷ کسان وژلي
Your browser doesn’t support HTML5
د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د خټو د پراخو سیلابونو له کبله ۱۷ کسان وژل شوي او اته نور لادرکه دي.
د خټو د زورورو سیلابونو دې لړۍ د کلیفورنیا ساحلي ښارګوټی مونټي سیټو Montecito ځپلی دی.
سیمهییزو چارواکو پخواني راپورونه چې ګنې په پېښه کې ۴۸ کسان لادرکه شوي رد کړل.
د سانټا باربارا Santa Barbara ولسوالۍ ویندویې امبر اندرسن تائید کړه چې په پېښه کې ۱۷ کسان مړه شوي دي.