روسیې د امریکا په سنا کې د ډیموکراټ ګوند د استازو هغه تازه راپور رد کړی چې وايي، مسکو د امریکا او اروپايي هېوادونو په انتخاباتو کې ګډوډي رامنځته کوي.
د امریکا په سنا کې د ډیموکراټو استازو دا راپور د چهارشنبې په ورځ خپور شو.
دا لومړی ځل دی چې د امریکا د سنا غړي په رسمي توګه روسیه د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کې په لاسوهنې تورنوي.
په دې راپور کې د امریکا د سنا ډیموکراټو استازو د دوو لسیزو څخه په زیاته موده کې د اروپايي هېوادونو په انتخاباتو کې د اغېز لپاره د روسیې هڅې څېړلې دي.
خو د کریملین ویاند ډیمیټري پیسکوف تېره ورځ وویل، ټول هغه تورونه چې د نورو هېوادونو په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه لګول شوي بې بنسټه دي.
پیسکوف همدارنګه زیاته کړې چې دا ډول تورونه د امریکا او روسیې دوه اړخېزې اړیکې نورې هم خرابوي.
مسکو تر دې مخکې هم د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ټرمپ په پلوۍ د هر ډول لاسوهنې تورونه رد کړي دي.