اسرائیلي پوځیانو ۲ فلسطیني ځوانان په غزه کې ووژل

دوه فلسطیني ځوانان پرون د غزې په تړانګه کې نابلوس ښار ته نژدې د اسرائیلي پوځیانو په ډزو ووژل شول.

د راپورونو له‎مخې دواړه ځوانان شپاړس کلن وو.

د روغتونونو چارواکي او عیني شاهدان وايي، یو ځوان هغه مهال ووژل شو چې یو شمېر فلسطینیانو اسرائیلي پوځیان په ډبرو ویشتل او هغو ډزې وکړې.

د اسرائیلو د پوځ یو ویاند ویلي، شاوخوا ۵۰ تنو فلسطینیانو د پوځیانو خبرداري ته پاملرنه ونه‎کړه او دوی یې په ډبرو وویشتل.

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، دوهم ځوان نابلوس ښار ته نژدې په بورین سیمه کې د اسرائیلي سرتېرو په ډزو ووژل شو.

د فلسطینیانو او اسرائیلیانو ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه پراخ شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت وویل چې بیت‎المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژني.