د انتخاباتو کمېسیون د یوې څوکۍ لپاره ۳ کاندیدان ارګ ته معرفي شول

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غوراوي کمېټې پرون پنجشنبه د دې کمېسیون د یوې تشې څوکۍ لپاره درې تنه کاندیدان جمهوري ریاست ته ور وپېژندل.

جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي چې د غوراوي د کمېټې مشر جاوید رشیدي تېر ماښام په ارګ کې ولسمشر اشرف غني ته د خپلې کمېټې د اجرأتو راپور وړاندې کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دې کمېټې سیدحفیظ الله هاشمي، اول الرحمن رودوال او عبدالقادر ځاځی وطندوست د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د یوې تشې څوکۍ لپاره مناسب کاندیدان بللي او اوس به ارګ له دې ډلې څخه یو تن د کمېسیون د غړیتوب لپاره غوره کوي.

د غوراوي کمېټې خپل کار د مرغومي په اوومه نېټه پیل کړ، څو د اتیا کاندیدانو له ډلې درې کسان جمهوري ریاست ته معرفي کړي.