د افغانستان له زندانونو څخه د حزباسلامي د بندیانو د خوشې کېدو په درېیم پړاو کې د دغه حزب ۷۵ بندیان د څرخي پله له زندانه خوشې شول.
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزباسلامي وايي، دغه بندیان د افغان حکومت او حزباسلامي ترمنځ د سولې د توافقنامې له مخې له زندانه خوشې شول.
د حزب اسلامي یوه ویاند نادر افغان د څرخي پله له زندانه د دغو بندیانو د خوشې کېدو پر مهال ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې د حزباسلامي د ۲۰۰ بندیانو د خوشې کېدو موافقه شوې، خو د ځینو ستونزو له امله دغه شمېر ۷۵ ته راټیټه شوه.
دی وايي:
"تاسې ته ښه معلومه ده چې د افغان حکومت او حزباسلامي ترمنځ د توافقنامې لهمخې باید په دوو میاشتو کې د حزباسلامي ۲۰۰ بندیان خوشي شي، خو له بده مرغه په حکومت کې دننه ځینې ستونزې شته او ځینې کړۍ هم له زندانونو څخه د حزباسلامي د بندیانو د خوشې کېدو خنډ کېږي، ځينې دفتري ستونزې هم شته چې له مخې دغه پروسه په سستۍ سره پر مخ ځي."
ښاغلی افغان وايي چې د حکومت دننه او بهر ځينې کړۍ شته چې د افغان حکومت او حزباسلامي ترمنځ د سولې د توافقنامې د عملي کېدلو خنډ کېږي او هغوی نه غواړي چې د حزباسلامي زندانیان له زندانه خوشې شي.
پخوا تر دې د روان کال د ثور په ۱۵مه په لومړی دوره کې د حزباسلامي ۵۳ تنه بنديان او په دوهمه دوره کې د تېر لوی اختر څخه یو ورځ وړاندې ۱۶ تنه نور له بنده خوشې شوي وو.
حزباسلامي وايي، د افغانستان په زندانونو کې د دوی ۲۵۰۰ کسان بنديان دي او باید خوشې شي.
بلخوا د دې حزب د بنديانو د خوشې کېدلو د کمېسیون غړی عتیق الله صافي ازادي راډيو ته وويل چې د پنجشنبې په ورځ د دې حزب یوازې ۶۴ تنه بنديان له زندانه خوشې شوي او لس تنه نور اوس هم بندیان دي.
د افغان حکومت او حزباسلامي ترمنځ د سولې تفاهمليک د تېر کال د ميزان په میاشت کې لاسلیک شو چې د حزباسلامي د غړو په وینا د دې حزب د زندانيانو خوشې کېدل د دغې تفاهمليک یوه برخه ده.
له دې وړاندې د دې حزب ځينو مسؤلینو نيوکه کړې وه چې د دواړو لورو ترمنځ د شوي تفاهمليک پر بنسټ د حزباسلامي بنديآن نهدي خوشې شوي.
بلخوا د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشا د سياسي تفاهمليک د برخې مسؤل نصرالله صفاري وايي، له خوشې شویو څخه تضمين اخېستل شوی چې بیا جنګ ته مخه نهکړي.
دی وايي:
"په دقت سره کار مخته ځي او باید تفکيک وکړو چې دغه کسان په رښتیا هم د حزباسلامي پورې اړوند دي او کنه؟ تاسو ته معلومه ده چې دا پروسه په ډېرې سستۍ سره مخته ځي او لامل يې دا دی چې د دوی دوسیه په ډېر دقت سره کتل کېږي او هر هغه یو چې په لوی جرم مجرم وي، په دې پروسه کې نه داخلېږي، موږ د حزباسلامي سیاسي او نظامي بنديآن چې پر هغوی حق العبد نهوي او کوم جنايي جرم يې نهوي ترسره کړی هغوی خوشې کېږي."
په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، د حزباسلامي بنديانو خوشې کېدل د دې لامل کېږي چې د دولت نور وسلهوال مخالفين وهڅوي چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
د دغه کارپوهانو له ډلې ناصر شفيق وايي، حزباسلامي باید د دې کسان لپاره ښه زمينه برابره کړي، ترڅو دوی بیا جګړې ته مخه نهکړي او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې برخه واخلي.
راپور: شاه محمود شینواری