کندهار کې هند ته د نشه‌يي توکو قاچاق وړونکی ونیول شو

یوه کس چې په خپلو بوټانو کې یې نشه‎يي مواد ځای پر ځای کړي وو او غوښتل‌یې چې بهر ته‌یې قاچاق کړي، د کندهار په هوایي ډګر کې ونیول شو.

د کندهار د سرحدي پولیسو مطبوعاتي دفتر رسنیو ته وویل، دا کس چې ۸۰۰ ګرامه هیروئین‌یې په خپلو بوټونو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل‌یې چې د کندهار د هوایي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي، د سرحدي ځواکونو له‎خوا ونیول شو.

دوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار پولیسو یو تن قاچاق کوونکی نیولی چې د هوایي ډګر له لارې یې په خپله خېټه کې نشه‎یي مواد بهر ته قاچاق کول.