له مخدره موادو سره د مبارزې وزیره وایي چې نشهيي مواد د ناامنۍ د پراختیا ستر عامل دی او حکومتیې د جدي مبارزې هوډ لري.
سلامت عظیمي چې د سې شنبې په ورځ په بامیانو ولایت کې له نشهیي موادو سره د مبارزې وزارت د ځینو پروژو د پرانیستنې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، د کوکنارو د کښت پراختیا او د نشهیي موادو د تولید زیاتوالی افغان حکومت اندېښمن کړی دی او پر وړاندې یې باید هر اړخیزه مبارزه وشي.
نوموړې وايي:
"نشهيي مواد د افغان دولت او ملي یووالي د حکومت مشرانو ته په یوه ستره ننګونه بدله شوې. نن افغانان د کوکنارو د کښت او مخدره موادو د تولید قرباني دي. موږ ټول باید د یوه سرلوړي افغانستان لپاره هڅه وکړو او ټول ولایتونه باید د بامیانو په څېر جدي هڅې وکړي."
د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزیره وایي، سره له دې چې په بامیانو کې د کوکنارو کښت صفر شوی، خو لا هم په دې ولایت کې ۵۰ زره په نشو روږدي کسان وجود لري.