له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۶ تنه د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
له نشهیي موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا ۱۶ کسان د هېواد له څلورو ولایتونو څخه د لسګونه کېلو ګرامه نشهيي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي چې دوه پهکې ښځې دي.
له دې کسانو څخه ۹ کېلو ګرامه هیروئین، ۱۸ کېلو ګرامه مورفین، ۲۵ کېلو ګرامه تاریاک، ۶۹ کېلو ګرامه چرس، یوه اندازه نغدې پیسې او درې موټر هم نیول شوي دي.