د افغانستان په شمال کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو وايي چې په یو لړ عملیاتو کې یې د ۳ قوماندانانو په شمول ۲۵ وسلهوال طالبان وژلي دي.
د دې قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال نصرت الله جمشیدي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات تېره شپه د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې وشول.
دی وايي:
"تېره شپه د هېواد هوايي ځواک د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو په ملاتړ د فاریاب ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې پر دښمنانو هوايي عملیات وکړل چې په لړ کې یې د ۳ قوماندانانو په ګډون ۲۵ طالبان ووژل شول."
جمشیدي دا هم وویل چې د فاریاب ولایت په بېلابېلو سیمو کې عملیات دوام لري.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.