ټرمپ: شمالي کوریا سره د جنوبي کوریا خبرې کړکېچ ارامولی شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون چهارشنبه هیله څرګنده کړه چې له شمالي کوریا سره د جنوبي کوریا د دې اوونۍ د ډیپلوماټیکو خبرو پیل په سیمه کې د کړکېچ د ارامولو لپاره د پراخ دیالوګ سبب کېدای شي.

ټرمپ دا خوشبیني وروسته له دې څرګنده کړه چې د شمالي کوریا د اټمي او توغندويي وسلو د پروګرام د پراختیا پر سر ترینګلتیا ډېره زیاته شوې وه.

ټرمپ په یوه خبري غونډه کې وویل، له شمالي کوریا سره یقیناً ډېرې ستونزې لري، خو اوس ډېرې ښې خبرې روانې دي.