فنلنډ افغانستان سره ۲ میلیونه یورو مرسته وکړه

فنلنډ په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د څښاک د اوبو او حفظ الصحې له پروګرام سره ۲ میلیونه یورو مرسته وکړه.

ټاکل شوې ده چې د فنلنډ په دې مرسته کې چې نژدې دوه نیم میلیون ډالره کېږي، په ۱۰۲ ښوونځیو کې د هلکانو او نجونو زده‎کوونکو لپاره تشنابونه جوړ او د لاس مېنځلو او نظافت اسانتیاوې برابرې شي.

ټاکل شوې ده چې د فنلنډ دا مرسته د ملګروملتونو د ماشومانو د ادارې یا یونسیف له لوري ولګول شي.