پکتیکا: د عملياتو پر مهال ۱۴ وسله‎وال مخالفین ژوندي نیول شوي

د پکتیکا چارواکي وايي، تېره شپه د عملياتو پر مهال یې ۱۴ وسله‎وال مخالفین ژوندي نیولي دي.

د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه وویل، په دې عملیاتو کې چې افغان ځانګړو هوايي او ځمکنیو ځواکونو د شپې په ۱۱ بجې د جاني‎خېلو ولسوالۍ په تانګې سيمه کې وکړل، ۱۴ تنه وسله‎وال مخالفین نیول شوي، د دوی یو قوماندان وژل شوی او ۱۱ بيلابېل موټر او ۶ موټر سايکلونه له‎منځه تللي دي.

د دولت وسله‎والو مخالفینو د پکتیکا د چارواکو د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه‎دي ویلي.