د جرمني د فدرالي څارنوالۍ دفتر وایي، په دې اړه څېړنه کوي چې ایا د ایران هغه مذهبي مشر چې په جرمني کې یې علاج کېږي، رسماً تورن کړي کنه؟
د دې څارنوالۍ یوه ویاند رویټرز اژانس ته ویلي چې دوی دا مسئله څېړي چې له قانوني پلوه د ایران د مصلحت نظام مشورتي شورا مشر او د قضایي قوې پخوانی رئیس ایات الله محمود هاشمي شاهرودي د بشریت ضد جنایتونو په خاطر رسماً تورنولی شي کنه؟
نوموړی تورن دی چې د قضایه قوې تر ریاست لاندې موده کې یې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان اعدام شوي دي.
روانه اوونۍ د هغه پرضد په جرمني کې دوه رسمي شکایتونه ثبت شول.
یو د جرمني د پارلمان د یوه پخواني غړي او سیاتوال فولکربېک او بل هم د ایران د مقاومت د ملي شورا له خوا.
دغې شورا د چهارشنبې په ورځ له جرمني وغوښتل چې سمدستي د شاهرودي د نیولو حکم صادر کړي او هغه پرېنهږدي چې له جرمني ووځي.
د راپورونو له مخې شاهرودي چې د جرمني د هانوور ښار په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، ښایي نن بېرته تهران ته ستون شي.