سلاکاران: ټرمپ دې پر ایران لیرې شوي اقتصادي بندیزونه تمدید کړي

د راپورونو له مخې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ لوړپوړي سلاکاران له هغه غواړي چې پر ایران لیرې شوي اقتصادي بندیزونه تمدید کړي خو ولسمشر تر اوسه دې ته لېواله نه دی او د راتلونکو اقداماتو په اړه یې پرېکړه نه ده کړې.

اسوشېټېډ پرېس او رویترز آژانسونو د چهارشنبې په ورځ د یوشمېر امریکایي چارواکو او د نورو کسانو له قوله چې د ټرمپ د ادارې له پالیسي سره آشنا دي خبر ورکړ چې ویلي یې دي، ټرمپ او د هغه جګپوړي سلاکاران به نن غونډه وکړي چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

د دغې پرېکړې نتیجه به سبا په ډاګه شي.

د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن، دفاع وزیر جیمز مټیس او د ملي امنیت سلاکار مک مستر له ټرمپه غوښتي چې هغه سند لاسلیک کړي چې له مخې یې د ایران او لوېدیځ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون پر اساس پر تهران یوشمېر لېرې شوي بندیزونه تمدیدېږي.

سبا د جنوري ۱۲ بیا د هغه درې میاشتني وخت وروستۍ نېټه ده چې ولسمشر باید دا تصدیق کړي چې ایا ایران د شوي تړون مطابق عمل کړی او د بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې یې خپل اټمي فعالیتونه درولي دي؟

ولسمشرټرمپ چې پردغه تړون یې سخت انتقاد کړی، وروستی ځل په تېره اوکتوبر میاشت کې له دې ډډه وکړه چې دا تائید کړي چې ایران د دغه تړون پراساس عمل کړی دی.

خو نوموړي له دې سره سره تراوسه متحده ایالات له دغه تړونه نه دی ایستلی.