ایران د امریکا د استازیو جرګې پرېکړه وغندله

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د استازیو جرګې پرېکړه په کلکو ټیکو وغندله.

د امریکا استازیو جرګې په یوه پرېکړه لیک کې د ایران د حکومت ضد مظاهرو ملاتړ وکړ او تهران یې وغانده چې دغه مظاهرې یې چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ، وځپلې.

د استازیو جرګې څلور سوه پنځلس غړیو د سې شنبې په ورځ ناوخته د دې پرېکړه لیک په موافقې او دوو تنو په مخالفت رایي ورکړې.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي پرون وویل چې دا د واشنګتن له دښمنۍ ډک پریکړه لیک دی.

د ایران د پارلمان یوه غړي ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د ایران د مظاهرو په تړاو نېږدې درې زره اووه سوه کسان نیولي دي.