امریکا پاکستان د نړۍ دریمه درجه خطر ناک هېواد بللی

د امریکا متحد ایالتونو افغانستان څلورمه درجه خطرناک هېواد بللی او پاکستان درېیمه درجه خطرناک هېواد.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې اعلامیې کې دا خبره هم وکړه چې په افغانستان کې د جرمونو، ترورېزم، ملکي بې ثباتۍ او وسله والو شخړو لپاره امریکایانو ته پکار ده چې دغه هېواد ته سفر ونه کړي.

پاکستان ته د سفر په برخه کې په اعلامیه کې راغلې دي چې امریکایان باید دغه هېواد ته پر تګ فکر وکړي ځکه چې هلته ترهګر دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې بیا له امریکایانو غوښتل شوي دي چې بلوچستان، خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو ته دې سفر نه کوي.

کوم هېوادونه چې دوهمه درجه خطرناک بلل شوي دي، هلته باید امریکایان احتیاط وکړي او کومه هېوادونه چې ارام دي هغوی په لومړۍ درجه کې حساب شوي دي.