د اداري فساد د سترو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د افغانستان د حج او اوقافو مرستیال داعي الحق عابد او د بلخ ولایتي شورا غړی اصف مهمند د جعل کارۍ په تور هر یو په پنځه کاله او دوو میاشتو بند محکوم کړل.
د دوی سر بېره د کابل د حج او اوقافو مشر عبدالرحمان احمدزی هم د اسنادو د جعل په تور په درې کاله بند محکوم شوی دی.
د چهارشنبې په ورځ چې کله محکمې حکم کاوه عبدالرحمان احمدزی حاضر و او د دوو نورو تورنو مدافع وکیلان محکمې ته ورغلي وو.
د دغو دریو سره کسانو د نیولو امر شوی دی.
دغه کسان کولی شي چې د استېناف غوښتنه وکړي.