د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پر روسیې او ایران غږ کړی چې د سوریې د سولې د پلان په برخه کې خپل مکلفیت پوره کړي او په ادلیب ولایت کې د سوریې د حکومتي ځواکونو د بریدونو مخه ونیسي.
مولود چاووش اوغلو وایي، د دغو هېوادونو د ملاتړ پرته دا سرغړونې نهشي کېدای.
چاووش اوغلو نن د دولتي خبري اژانس انادولو سره په یوه مرکه کې د سوریې حکومتي ځواکونه تورن کړي چې د اسلامي دولت نومې ډلې په وړاندې د جګړې په نوم د حکومت د منځلارو مخالفینو پر وړاندې بریدونه کوي.
هغه دغهراز پر روسیې او ایران چې د سوریې د ولسمشر عمده متحدان دي، غږ وکړ چې په ادلیب ولایت کې چې د ترکیې پولې ته نږدې دی، د یاغیانو تر کنټرول لاندې برخو هوایي بریدونه ودروي.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د سوریې حکومتي ځواکونو د جنورۍ پر اتمه په ادلیب کې د پرمختګ پر مهالیې ۱۴ کلي له یاغیانو څخه نیولي دي.
ترکیه وایي، د سوریې د حکومت دا پرمختګ د روسیې او ایران د جنګي الوتکو په مرسته شوی دی.