د ترکیې ولسمشر پر ایران د امریکا د بندیزونو د سرغړونې په قضیه کې د یوه ترکي بانک د مدیر محکومېدل وغندل او هغهیې د ترکیې د حکومت پر وړاندې د سیاسي کودتا یوه هڅه وبلله.
رجب طیب اردوغان تېره ورځ د خپل واکمن عدالت او پرمختیا ګوند پلویانو ته وویل چې دا قضیه د ده د کمزوري کولو په هدف د امریکا د عدلیې وزارت او فدرال پولیسو لهخوا د هاکان اتیلا پر وړاندې مطرح شوې ده.
امریکایي څارنوالانو او عیني شاهدانو په نیویارک کې د ښاغلي اتیلا په محاکمه کې برخه واخیسته او دغه ترکي بانک او د ترکیې یو شمېر دولتي چارواکي یې تورن کړل چې د رشوت په اخیستلو سرهیې د ایران د تېلو د عوایدو څخه د یو میلیارد ډالرو سپینولو ته لار هواره کړې ده.
که څه هم د امریکا د حکومت یوه عمده شاهد ویلي چې د ترکیې ولسمشر په خپله هم د دې پلان ملاتړ کړی، خو ښاغلي اردوغان دا تور رد کړ او د څارنوالانو لهخوا رسماً تورن نهشو.
د ترکیې ولسمشر او مرستیالانیې ټینګار کوي چې دغه محاکمه د امریکا په مرسته او د اردوغان د هغو مخالفینو له لوري چې د ۲۰۱۶ کال په ناکامه کودتا کې ښکېل وو، ترسره شوې ده.
انقره وایي، دا کودتا د ترکي مذهبي مشر فتحالله ګولېن د پلویانو لهخوا شوې وه.
ګولېن اوس په امریکا کې اوسېږي او دغه خبره ردوي.