د هلمند د ولایتي شورا یو غړی نن سهار په مرکز لښکرګاه کې ووژل شو.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالسلام افغان ازادي راډیو ته وویل چې مولوی مختار احمد نن سهار تر لمانځه وروسته کور ته روان وو چې د نامعلومو کسانو لهخوا ووژل شو.
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی او د وژل کېدو دلیلیې هم معلوم نهدی.